سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روسیې د احتمالي یرغل پر وړاندې د ناټو نوي عملیات

د شمالي اتلانتیک تړون ناټو سازمان ویلي د بیلاروس، روسیې او اوکراین د پولو په اوږدو کې د خپل ختیځ اړخ دفاع د نویو تجهیزاتو سره پیاوړې کوي. دغه سازمان وروسته له هغه د روسیې د احتمالي یرغل د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کړی، چې د پولنډ په خاورې باندې د روسیې ډرون بریدونه وشول. په اروپا کې د ناټو لوړ پوړي قوماندان جنرال الیکسیس ګرینکوویچ د جمعې په ورځ ویلي، چې نوي عملیات، “ختیځ ساتونکي” نومیږي. د هغه په خبره د فرانسې، ډنمارک، جرمني او بریتانیا څخه به تجهیزات د دوی موجوده هوایی او ځمکني دفاع ته اضافه شي. د فرانسې رافایل جنګي جیټ الوتکې، د ډنمارک F-16s، یوه جنګي بېړۍ او ځمکني دفاعي سیسټمونه د عملیاتو لپاره ژمنه شوي دي. د چهارشنبې په ورځ څو روسي بې پیلوټه الوتکې د پولنډ خاورې ته ننوتې، چې ناټو یې د هغو د ویشتلو لپاره جنګي الوتکې واستولې. د روسیې دغه کار هغه اندېښنه لا پسې زیاته کړه چې دا هېواد په اوکرایین کې له دریو کلونو په جګړو ښکېل دی او د اوکرایین ګاونډيو ته د پراخېدو په فکر کې ده.

- Advertisment -spot_img