شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونسیف: د خاص-کونړ کمپ کې د پاکو اوبو او حفظ‌الصحې تاسیسات فعال شول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهی صندوق (UNICEF) استازي، ډاکټر تاج الدین اویوالې، ویلي، چې د کونړ ولایت په خاص-کونړ ولسوالۍ کې زلزله ځپلو بې‌ځایه شویو لپاره د اوبو، حفظ الصحې او  پاکوالي (WASH) تاسیسات فعال شوي دي. هغه دا څرګندونې  په اېکس پاڼه کې وکړې او زیاته یې کړه چې دا تاسیسات د بې‌ځایه شویو خلکو د روغتیا او انساني کرامت د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري.  ډاکټر اویوالې لیکلي: «د زلزلې له امله د بې‌ځایه شویو لپاره د پاکو اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH) خدماتو ته لاسرسی د انساني کرامت او د انتاني ناروغیو د مخنیوي لپاره ډېر مهم دی. خوشحاله یم چې د خاص-کنړ په لنډ مهاله کمپ کې د«واش» تاسیسات وینم. له ملګرو ملتونو د بېړنېو مرستو مرکزی صندوق او یونسیف مرستو څخه مننه کوم» د هغه په وینا، دا تاسیسات به د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي او د زرګونو بې‌ځایه شویو ژوند به خوندي کړي. د افغانستان په ختیځ کې د اګست ۳۱ نیټې زلزلې له امله ګڼ کورونه ویجاړ شول او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي. ډېری کورنۍ اوس په موقتي کمپونو کې ژوند کوي، چې د پاکو اوبو، تشنابونو او حفظ الصحې اساسي خدمتونه پکې نه‌وو برابر. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د طبیعي پېښو پر مهال تر ټولو زیاته ضربه ماشومان ویني. د پاکو اوبو او تشنابونو نشتوالي د کولرا،شري او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر کړی دی. د خاص-کونړ د بې‌ځایه شویو کمپ کې اوس د څښاک پاکې اوبه د فلټرونو او کلورین له لارې برابریږي، جلا او پاک تشنابونه جوړ شوي دي، د فاضله اوبو د راټولولو او لیرې کولو سیستم فعاله دی، د لاس مینځلو ځایونه او صابون شتون لري، او د حفظ الصحې پوهاوي غونډې هم ترسره کېږي. یونسیف په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې لسګونه زره ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي، د ښوونځیو ویجاړېدو له امله له زده کړو پاتې دي، او د پاکو اوبو او حفظ الصحې نشتوالی د کولرا د خپرېدو خطر زیات کړی دی. دغه سازمان ويلي تر اوسه یې زرګونو ماشومانو ته د واکسین، حفظ الصحې او رواني ملاتړ خدمتونه برابر کړي، خو ټینګار کوي چې د ماشومانو د خوندي ساتلو او د ناروغیو د مخنیوي لپاره باید عاجلې مرستې زیاتې شي.

- Advertisment -spot_img