سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیز؛ یوان‌اېچ‌سي‌ار د کډوالو مرکزونه وتړل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) پرون یوه اعلامیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو افغانانو په مرکزونو کې یې خپل فعالیتونه درولي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د افغانستان فعلي چارواکو افغان ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنه کړه. د یو ان اچ سي ار په وینا، د همدې محدودیت له امله دوی اړ شول چې له سپتمبر ۹مې نېټې راهیسې خپل خدمات وځنډوي. اعلامیه زیاتوي چې د یوان اچ سي ار د مرستې مرکزونه هغه ځایونه دي چې راستنېدونکي افغانان پکې نغدي پيسې، مشورې او نورې مرستې او ملاتړ ترلاسه کوي ، څو له کلونو جلاوطنۍ او بې‌ځایه کېدو وروسته وکولی شي بېرته له خپلې ټولنې سره یو ځای شي. د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، دا پرېکړه یې د «عملیاتي اړتیاوو» له مخې کړې ده، ځکه چې د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته ناشوني ده چې له راستنېدونکو ښځو څخه مرکې او معلومات راټول شي، ځکه د کډوالو ۵۲ سلنه ښځې دي. په اعلامیه کې ویل شوي:« موږ دا مهال له فعلي چارواکو سره رغنده خبرې کوو او هیله لرو چې ژر یو داسې حل لارې ته ورسېږو چې له مخې یې ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي او ښځینه راستنېدونکي هم د فرهنګي دودونو سره سم ملاتړ تر لاسه کړي» اعلامیه ټینګار کوي چې د کډوالو عالي کمیشنري لومړیتوب، په افغانستان کې د خپلو ټولو کارکوونکو، په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو، امنیت او خوندیتوب دی، او په عین وخت کې به هڅه کوي چې د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو بشري اړتیاوې هم تر وسه پوره کړي، لکه څنګه چې دا اداره د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې یې پوره کوي.

- Advertisment -spot_img