شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

قطر کې د اسلامي هېوادونو مشران د اسرائیلو د برید ارزونه کوي

د قطر دولت اعلان کړی، چې د عربي او اسلامي هېوادونو مشران یې یوې بیړنۍ دوه‌ورځنۍ سرمشریزې ته رابللي، څو په پلازمېنه دوحه کې د اسراییلو د وروستي برید ارزونه وکړي. دا سرمشریزه به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو ترسره شي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د سې شنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو د دوحې په یوه مېلمستون کې د حماس د غړو پر یوې ناستې هوايي برید وکړ. د دې برید په پایله کې، د حماس د یوه جګپوړي چارواکي، خلیل الحیا زوی، له څلورو نورو کسانو سره یو ځای ووژل شو. حماس ویلي، برید د دوی لوړپوړي مشران نه دي هدف ګرځولي، خو دا پېښه د سیاسي منځګړیتوب لپاره خطرناک ګام ګڼل شوی. قطر دغه برید په کلکه غندلی او د اسراییلو دا عمل یې « د نړیوالو قوانینو خلاف» بللی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بیان کې ویلي، چې د حماس دفتر د امریکا او اسراییلو د غوښتنې له مخې د سیاسي حل‌لارو د موندلو لپاره پرانیستل شوی و، نه د پوځي فعالیتونو لپاره. قطر ټینګار کړی چې دوی د منځني ختیځ د شخړو د سوله‌ییز حل ملاتړي دي، او دا ډول بریدونه د سیاسي خبرو اترو پروسه زیانمنوي. په عین حال کې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو وروستۍ څرګندونې غندلې دي، چې پکې نوموړي قطر تورن کړی و چې حماس ته یې د خوندي پناه ځای او مالي ملاتړ زمینه برابره کړې. نتنیاهو قطر ته ګواښ کړی و چې یا خو دې د حماس مشران له هېواده وباسي، یا دې عدالت ته وسپاري، که نه، «موږ به دا کار وکړو.» قطر دا څرګندونې سختې غندلې دي، او دا یې د خپل ملي حاکمیت خلاف بللي دي. اماراتو هم دا دریځ نیولی چې پر هر یو خلیجي هېواد هر ډول تجاوز، د ټول خلیج امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي. د یادونې ده، متحده عربي امارات، چې په سیمه کې مهم نفت‌صادرونکی هېواد او تجارتي مرکز دی، په ۲۰۲۰ کال کې د ابراهیم توافق‌لیک پر بنسټ له اسراییلو سره اړیکې عادي کړې. له هغه راهیسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت، اقتصاد او دفاع په برخو کې نږدې اړیکې رامنځته شوي دي. خو اوسني وضعیت دا اړیکې له سختو ازموینو سره مخ کړي، او د خلیج هېوادونو په منځ کې د نوې اجماع اړتیا ډېره شوې ده.

- Advertisment -spot_img