شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هلمند کې غلو د یو سوداګر زوی له تښتولو وروسته وژلی

هلمند کې ځايي سرچینې ویلي، د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه څخه ۹ ورځې وړاندې غلو د يو سوداګر زوی تښتولی و، چې دوه ورځې وړاندې يې جسد د دې ولایت په سنګين ولسوالۍ کې موندل شوی دی. د سرچینې  معلوماتو له مخې وژل شوی هلک له ښوونځي بهر تښتول شوی و. سرچینې کاږي، چې غلو تښتول شوي هلک د خوشې کولو په بدل کې د هغه له پلار څخه د ۱۵۰ زرو امریکایي ډالرو غوښتل، خو په وینا یې پلار د ورکړې جوګه نه و. سرچینې زیاتوي، چې د یاد هلک تر بېرحمه وژلو کېدو وروسته غلو د هغه جسد يوې څاه ته غورځولی و. په ټولنیزو رسنیو د دې پېښې ویډیو لاس په لاس کیږي چې په کې هلک له پلار څه غلو ته د غوښتل شویو پیسو د ورکړې غوښتنه کوي.

- Advertisment -spot_img