شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کرېکټ اسیا جام سیاليو کې نن بنګله‌دېش له هانګ‌کانګ سره مخ کېږي

د ۲۰۲۵ کال د کرېکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن د بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي. د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري. د اسیا جام لومړۍ لوبه د افغانستان او هانګ‌کانګ ترمنځ ترسره شوې وه چې افغان لوبډلې په‌کې بریا خپله کړه، دغه راز دویمه لوبه پرون د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې هند لوبډلې اماراتو ته ماته ورکړه. په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ ترمنځ نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي. د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

- Advertisment -spot_img