چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو په کندهارۍ مېرمنو ورځنی ژوند سخت کړی

په کندهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورینو یو شمېر هټیوالو ته امر کړی، چې یوازې پر هغو ښځو سودا وپلوري، چې «چادري» یې پر سر وي. يادې سرچینې زياتوي چې طالبانو د کندهار ښار په ځینو ناحیو کې هټیوالو ته امر کړی، چې پر هغو ښځو د سودا له پلورلو ډډه وکړي، چې حجاب نه لري. د سرچینو پر وینا، د طالبانو کسانو خبرداری ورکړی چې که هټیوال له دې امره سرغړونه وکړي، نو هټۍ به یې وتړل شي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې، د ښځو پر جامو او ټولنیز حضور سخت محدودیتونه لګولي دي.

- Advertisment -spot_img