شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو د بشري حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتونو تورونه رد کړي

طالبانو د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا تورونه چې په افغانستان کې بشري حقونه نه رعایت کیږي، رد کړل. د طالبانو مرستیال ویاند ویلي چې په افغانستان کې هیڅ بشري حقونه نه دې نقض شوي، په اسلامي نظام کې د ټولو اتباعو حقوق خوندې دي او د ځینو بنسټونو ادعاوې په دې برخه کې سمې نه دي. حمد الله فطرت دا څرګندونې پرون وروسته تر دې وکړې چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره شوه. دا غونډه چې په جینوا کې ترسره شوه د لږ تر لږه اته دیرش هیوادونو او نړیوالو موسسو استازیو په کې ګډون کړی وو. د غونډې برخه والو پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو په برخه کې دې خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي. په دې غونډه کې د تیر په څیر د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

- Advertisment -spot_img