شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترکیه له زلزله‌ځپلو افغانانو سره مرسته کوي

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزله‌ځپلو سره د یاد هېواد مرسته د رارسېدو په حال کې ده. رسنیو د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې په حواله ویلي، چې د مرستې دغه کاروان پرون (سې‌شنبې) د افغانستان په لور حرکت کړی، چې په کې خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي. د ویلو ده، چې ترکیې له ۲۰۲۲ راهیسې له افغانستان سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو له ۱۰ زره ټن زیاته مرسته کړې ده. له دې مخکې هم یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله له ځپل‌شویو کورنیو سره خپلې مرستې کړې وې. تېره اوونۍ د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړې توګه کونړ یوې خونړۍ زلزلې ولړزول چې له امله یې نږدې دوه نیم زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ. په ورته وخت کې د کونړ زلزله‌ځپلي وایي چې دوی ته دې د ژمي تر راسېدو مخکې اساسي سرپناوې جوړې شي، هغه غوښتنه چې په وروستیو کې یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو هم مطرح کړې ده.

- Advertisment -spot_img