شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګروسي: د اټومي جګړې ګواښ تر پخوا ډېر شوی

د اټومي انرژۍ سازمان مشر رافیل ګروسي له لارپوبلیکا اېټالیوي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، ممکن راتلونکې کې ۲۵ هېوادونه له اټومي وسلو برخمن شي. هغه ویلي، نه غواړم بشریت کې وېره خپره کړم، خو د اټومي جګړې ګواښ تر پخوا لوړ دی. ګروسي پرته له دې چې وخت یې روښانه کړي ویلي، ممکن ۲۰ تر ۲۵ هېوادونه راتلونکې وختونو کې اټومي وسلې ولري. ډېری کارپوهان وايي، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۹ هېوادونه اټومي وسلې لري. ګروسي ویلي، د بې وسلې کولو او یا د اټومي وسلو د کنټرول پروسه په ټپه درېدلې او پر دې سربېره د څو هېوادونو مشرانو د اټومي وسلو ته د لاسرسي په موخه خپله اراده اعلان کړې. هغه په دې برخه کې د چمتو شویو هېوادونو نوم نه دی یاد کړی، خو ویلي دي، چې دا هېوادونه په اسیا او خلیج فارس کې دي. سرچینې ویلي، په ټولیز ډول نړۍ کې ۱۲ زره اټومي وسلې شته، چې له ډلې یوازې روسیه او امریکا ۱۰۷۰۰ په واک کې لري.

- Advertisment -spot_img