شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کونړ کې د ښځینه ډاکټرانو په کمښت سربېره د طالبانو محدودیتونه دوام لري

د کونړ ولایت د زلزله ځپلو د درملنې لپاره د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې پر ښځینه ډاکټرانو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مرستیالې موکتا شرما دوشنبه د وږي پر ۱۷مه له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې په کونړ ولایت کې ۹۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي نارینه ډاکټران دي. د هغې پر وینا، په دغه ولایت کې پاتې ۱۰ سلنه ښځینه ډاکټرانې د جراحي عملیاتو په څېر د پرمختللو درملنو وړتیا نه لري او له همدې امله ښځې روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې پاتې دي. هغې زیاته کړې، چې په کونړ ولایت کې ډېری ښځې د نارینه ډاکټرانو له خوا له درملنې انکار کوي. هغې ویلي: «اوس ، یوه له خورا مهمه مسئلو په دغو سیمو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت دی. طالبان وایي چې له شریعته د خپل تفسیر له مخې، د ښځو حقونه رعایت کوي او تر دې وړاندې یې ویلي وو،چې دوی بشري مرستو ته د ښځو لاسرسي ته ژمن دي. د روغتیا نړیوال سازمان مسئولينو ټینګار کړی، چې ښځینه ډاکټرانې له محرم پرته لېرې پرتو سیمو ته سفر نه شي کولای. ملګرو ملتونو هم څرګنده کړې، چې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۱۶۰۰ امیدواره ښځې زیانمنې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د طالبانو مشر د قابله‌ګۍ، نرسینګ او نورو طبي څانګو په ګډون د نجونو پر روغتیایي علومو بندیز ولګاوه.

- Advertisment -spot_img