شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان به د افغانستان او سریلانکا په ګډون د ۲۰ اوریزو سیالیو درې اړخیزې لړۍ کوربه وي

د پاکستان کرېکټ بورډ به په لومړي ځل په خپل هیواد کې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اووریزو سیالیو د درې اړخیزه لړۍ کوربه شي. دا سیالۍ به د نوومبر په ۱۷ پیل او تر ۲۹ پورې دوام وکړي. دا لړۍ په راتلونکی کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا (ICC) د نارینه‌وو د T20 نړیوال جام ته د تیاري لپاره تنظیم شوې ده. د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د نړیوالې شورا شل اووره جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې کېږي. درې اړخیزه لړۍ به د نوومبر په ۱۷مه د پاکستان او افغانستان تر منځ د راولپنډۍ په کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. دا به په پاکستان کې د افغانستان لومړنۍ ۲۰ اووره لوبه وي. تر دې وړاندې افغانستان په پاکستان کې پنځه یو ورځنۍ لوبې کړې وې، چې وروستۍ یې د سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د ICC د چمپينز ټرافي پر مهال د اسټرالیا پر وړاندې وه. د نوومبر په ۱۹مه به سریلانکا د راولپنډۍ په لوبغالي کې د افغانستان پر وړاندې لوبه وکړي، په داسې حال کې چې د درې اړخیزې لړۍ د پایلوبې په ګډون پاتې پنځه ۲۰ اوریزې لوبې به د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي. له دې وړاندې، په اکتوبر/نوومبر کې به پاکستان د دوو ټیستلوبو لپاره د جنوبي افریقا کوربتوب وکړي؛ چې د ۲۰۲۵–۲۷ د نړیوال ټیسټ اتلولۍ برخه دي، او همداراز به د اکتوبره له ۱۲ د نوومبر تر ۸ پورې درې T20 او درې یو ورځنۍ لوبې. وکړي د پاکستان کرکټ بورډ ویلي: «موږ له سریلانکا او افغانستان سره د پاکستان د لومړۍ درې اړخیزې T20 لړۍ د کوربتوب په تمه یوو. دا سیالۍ به نه یوازې د راتلونکي کال د نړیوال جام لپاره غوره چمتووالی وي، بلکې د مینه والو لپاره به د زړه راښکونکو لوبو ډګر هم شي. سږ کال موږ د ICC د چمپينز ټرافي او د ښځو د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره کړې، دا زموږ وړتیا او چمتووالی ښيي چې پرله‌پسې د لوړې کچې نړیوالو سیالیو کوربه توب کوو.»

- Advertisment -spot_img