شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټلګراف: پاکستان د تریاکو اصلي تولېدوونکی دی

ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان اوس د تریاکو اصلي سرچینه ده چې له امله یې به یې وسله‌والې ډلې میلیونونه ډالر ترلاسه کړای شي. د دې ورځپاڼې په تازه راپور کې ویل شوي چې د تریاکو کښت اوس په پاکستان کې خورا زیات شوی او دا به د سیمې د امنیت لپاره جدي اندېښنې راولاړې کړي. د ټلګراف ورځپاڼې له مخې چې پاکستان اوس د تریاکو د کښت په برخه کې له افغانستان ډېر مخکې شوی دی. تر دې مخکې هم یو شمېر بنسټونو په پاکستان کې د تریاکو د کرکیلې پر پراخېدو اندېښنه ښودلې وه.
بلخوا په افغانستان کې طالبانو بیا د هر ډول نشه‌‌يي توکو پر کښت، قاچاق او کاروبار کلک بندیز لګولی او د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو ادارو هم په دې برخه کې د دوی مبارزه ستایلې ده. که څه هم په افغانستان کې هره ورځ لسګونه کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیول کېږي، خو طالبانو ویلي چې په دې برخه کې یې مبارزه جدي ده او دوامداره به یې ساتي. د ویلو ده چې پرون هم په بغلان کې په ۵۰ جریبه ځمکه کرل شوي تریاک له منځه وړل شوي وو.

- Advertisment -spot_img