روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د ښځینه ژغورونکو او مرستندویانو پر کار لګېدلي محدودیتونه نرم کړي، ځکه د ښځینه کارکوونکو شتون د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د روغتیایي مرستو رسولو لپاره مهم دی. (ډبیلیواېچاو) ویلي چې د سیمې نږدې ۹۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي نارینه دي او د ښځینه ډاکترانو نشتون د ښځو د درملنې بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. دې سازمان زیاته کړې: د «محرم» شرط او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام د ستونزې کچه نوره هم زیاته کړې.» د کونړ ځایي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې په ځینو زلزلهځپلو سیمو کې له نارینه ډاکترانو پرته هېڅ ښځینه روغتیا پالانې حضور نه لري. روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د ښځینه ډاکترانو نشتوالی به د رواني او د امیندوارو ښځو د روغتیايي خدماتو ستونزې لا پسې زیاتې کړي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۱ زره امیندوارې ښځې اغېزمنې شوې دي. د طالبانو روغتیا وزارت او مسولینو تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله تر ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او تر ۳ زرو زیات کسان ټپیان شوي دي.



