د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) نن دوشنبه، د سپټمبر۸مه، د « سواد نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې کتابونه نه یوازې د پوهې سرچینه دي، بلکې د تلپاتې سوکالۍ او پرمختګ پر لور د انسانانو د لارې څراغ هم ګڼل کېږي. د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د افغانستان غني ادبي میراث باید وستایل شي او ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې باید د زدهکړې او زدهکړو فرصتونو ته برابر لاسرسی ولري. یوناما ویلي، زدهکړه باید یوازې د یوې برخې خلکو پورې محدوده نه وي، بلکې ښځې او نجونې، هلکان، لږکي، کډوال او د ټولنې ټول وګړي باید ورته لاسرسی ولري، څو هر څوک د خپل توان له مخې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. دغه دفتر یو ځل بیا د ټولو هغو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې، چې د ښځو او نجونو د زدهکړې پر وړاندې خنډ ګرځي او ټینګار یې کړی چې زدهکړه د ټولو افغانانو بنسټیز حق دی. د سواد نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر پر ۸ مه نمانځل کېږي، څو د زدهکړې پر ارزښت د پوهاوي لوړولو او د زدهکړې د ودې لپاره د ګډو هڅو پیغام نړۍ ته ورسوي.



