د کابل ځينې اوسېدونکي د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ شکایت لري. هغوی وايي چې د سختې ګرمې په موسم کې د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ نه یوازې د برېښنايي وسایلو او یخچالونو کارول ناممکن کړي، بلکې دروند اقتصادي فشار یې پرې راوستی او ان ځینو کسانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی. هغوی ټینګار کوي چې د برېښنا پرلپسې پرېکېدل او د ولتاژ ښکته پورته کېدو یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. ورته مهال ځينې اقتصادي شنونکي د برېښنا نشتوالی یا کموالی د اقتصادي ودې د بهیر د ځنډېدو له اصلي لاملونو څخه بولي. د هغوی په خبره، دا ستونزه د کارموندنې فرصتونه له منځه وړي او د هېواد اقتصادي تړلتیا نوره هم زیاتوي. د راپورونو له مخې، دا مهال د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ازبيکستان، تاجیکستان او ایران څخه واردېږي. د ژمي په سړې هوا او د دوبي د سختې ګرمي په موسم کې د برېښنا پرچاوي نوره هم ډېرېږي چې پراخ اقتصادي او ټولنیز زیانونه او ستونزې ورسره ملې وي. د کابل اوسېدونکي داسې مهال د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ شکایت لري چې د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ د افغانستان برښنا شرکت او ځينو خصوصي شرکتونو ترمنځ د برېښنا د تولید د لویو قراردادونو د لاسلیک خبر ورکړی دی. د هغوی په خبره، په لاسلیک شویو تړونونو کې د ۹ زره او ۱۲۳ میګاواټه برېښنا د تولید او اړوندو برېښنايي زیربناوو جوړول شامل دي. دغه راز د ۲۸۴ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره هم له ځینو شرکتونو او پانګهوالو سره قراردادونه لاسلیک شوي دي.



