چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

م.م : راتلونکی کال به د افغان میندو مړینه ۵۰ سلنې ته لوړه شي

ملګرو ملتونو د ښځو څانګې يا UN-WOMEN نن د سپتمبر په اوومه خپل تازه راپور خپور کړی، چې په کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته د افغان ښځو د ژوند او حقونو وضعیت په تفصیل سره څېړل شوی دی. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له مې وروسته د طالبانو لخوا لسګونه داسې فرمانونه صادر شوي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه یې ترې اخیستي دي. نجونې له ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې شوې دي او ښځې له ډېرو کارونو او عامه ځایونو لکه پارکونو، ورزشي کلپونو او جیمونو څخه منع دي. د ښځو د ټولنیز او اقتصادي ژوند دغه ډول تړل د ټول هېواد د شاتګ سبب ګرځېدلي دي. د راپور له مخې د ښځو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. وېره، د تګ راتګ محدودیتونه او د تعلیم محرومیت ښځې له روغتیايي پاملرنې بې‌برخې کړې دي. په ځینو ولایتونو کې ښځې له نارینه ډاکټرانو درملنه نه شي کولای، او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شمېر ورځ تر بلې کمېږي. د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د طالبانو په یوه نوي فرمان کې ښځې له طب او قابلګۍ د زده‌کړو څخه منع شوې، چې له امله یې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو وروستۍ لاره هم بنده شوه. راپور زیاتوي چې په پایله کې د مور د مړینې کچه لوړه شوې ده، د ماشوم ودونو له امله په تنکیو نجونو کې د زېږون شمېر زیات شوی، او د ښځو د رواني ناروغیو بحران لا پسې پراخ شوی دی. ملګرو ملتونو د ښځو څانګه څرګندوي چې ښځې له رسمي سیاسي ژوند څخه په بشپړ ډول حذف شوې دي. په ۲۰۲۰ کال کې ښځو د پارلمان له ۲۵ سلنې زیاتې څوکۍ درلودې، خو نن په کابینه کې هېڅ ښځه شتون نه لري. حتا په کورنیو کې د ښځو د پرېکړې کولو توان هم تر شپېته سلنې کم شوی دی. ملګرو ملتونو د ښځو څانګه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ښځو د مدني ټولنو لپاره اوږدمهاله او انعطاف‌منونکی تمویل برابر کړي، لږ تر لږه دېرش سلنه مالي مرسته د جنسیتي برابري لپاره ځانګړې کړي، د طالبانو له تبعیضي پالیسۍ سره د عادي کېدو مخه ونیسي او د ټولو بشري مرستو په چوکاټ کې د ښځو حقونه بنسټ وګرځوي. راپور په پای کې ټینګار کوي: «افغان ښځې د زړورتیا او مقاومت بې ساری مثال وړاندې کوي، خو دا مبارزه یوازې نه شي کولای. نړیواله ټولنه باید بېړه وکړي، ځکه چوپتیا د منلو وړ نه ده. همبستګي اختیاري نه ده بلکې دا یو مکلفیت دی.»

- Advertisment -spot_img