بیلډ جرمنۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسرائیلو کورني امنیت «شاباک» پخواني مشر او یش عتید ګوند مهم غړی یاکوب بېري، جرمني کې د یوه میلیونر زوی د تښتونې قضیه کې ښکېل دی. ورځپاڼې ویلي، نوموړی چې اسرائیلو کې د استخباراتي ادارې مشري لرله، همهاله یې د انسان تښتوونکو یوې قوي ډلې مشري هم په غاړه لرله. سرچینې ویلي، د شاباک پخواني مشر ته د یوه میلیونر د زوی تښتونې په بدل کې ۷ میلیونه یورو په ډېر محرمانه ډول ورکړل شوي دي. الجزیرې ټلوېزیون ویلي، نوموړی تر ۱۹۹۵ کال پورې د شاباک مشر و او تر ۲۰۱۸ کال پورې بیا په یش عتید ګوند کې مهم غړی و. جرمني رسنیو ویلي، نوموړی په جرمني کې د نور جرمونو سربېره په ۲۰۱۹ کال کې چې د ۱۱۴ میلیونو یورو په ارزښت قېمتي ډبرې غلا شوي، هم لاس درلود.



