په افغانستان کې له مرګونې زلزلې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لوی کمیشنر له دې غوښتنې وروسته چې د افغانانو د جبري ایستلو پلان دې وځنډول شي، د پاکستان حکومت پرون جمعه ویلي : «موږ پرېکړه کوو چې څوک پاتې کېږي.» په وروستیو ورځو کې زرګونه هغه افغانان چې د کډوالو په توګه ثبت شوي وو، له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي، په داسې حال کې چې د تېرې یکشنبې زلزلې لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان وژلي او په ځانګړي ډول په کونړ کې یې کابو ټول کلي نړېولي دي. د کډوالو لوی کمیشنر فیلیپو ګرانډې غوښتنه وکړه: «په دغو شرایطو کې، زه د پاکستان له حکومته غوښتنه کوم چې د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو پلان وځنډوي.» ګرانډې دا غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې پاکستان د زلزلې په ورځ د افغان کډوالو د اېستلو یو بل پراخ کمپاین پیل کړ. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه په خبري غونډه کې وویل: «هر څوک چې قانوني اسناد ونه لري، باید ووځي. پاکستان همدا کار کوي او دا هغه څه دي چې هر بل هېواد یې کوي، حتی په اروپا او نورو هېوادونو کې… دا زموږ خاوره ده، موږ پرېکړه کوو چې څوک پاتې کېږي.» د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، شاوخوا ۲۷۰ زره ستانه شوي افغانان اوس په زلزله ځپلو سیمو کې مېشت شوي دي چې له پاکستان سره پر پوله پرتې دي. په همدې حال کې، هغو افغانانو، چې د جرمني د بیا مېشتېدو په تمه دي، د پولیسو د څو چاپو راپورونه ورکړي دي، په داسې حال کې چې د جرمني چارواکو هغوی په مېلمستونونو کې ځای پر ځای کړي تر څو د دوسیو ارزونه یې وشي. ډېر هغه کسان چې د افغانستان په ختیځ کې په زلزله ځپلو کلیو کې اوسېدل، د هغو څه باندې څلورو میلیونو افغانانو له ډلې وو چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي. په پاکستان کې د افغانانو برخلیک توپیر لري؛ ځینو ته د کار او زدهکړو فرصتونه برابر شوي، ځینې هلته زېږېدلي او لوی شوي، خو ځینې یې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو په تمه په پاکستان کې په موقتي ډول دېره دي. پاکستاني حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د یاغي ډلو د فعالیتونو د پلمه کولو په نوم د افغانانو پر وړاندې پراخ کمپاين پیل کړ، هغوی یې «ترهګر او مجرمان» وبلل.



