د ازبيکستان ولسمشر شوکت میرضایف افغانانو ته په پیغام کې ویلي، تاشکند له کابل سره د ستراتیژيکو همکاریو غوښتونکی دی. دغه پیغام د ازبيکستان انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف کابل کې د انرژۍ نړیوال کنفرانس پر مهال بیان کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم د ازبيکستان انرژۍ وزیر له قوله ویلي، «خوښ یم داسې ناسته کې ګډون لرم چې په هغه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او انرژۍ تولید لومړنی تخم کرل کیږي.» د افغانستان برېښنا شرکت په نوښت یاد دوه ورځنی نړیوال کنفرانس چې د برېښنا سکټور ملاتړ او پانګونې جذب په موخه جوړ شوی د بهرنیو هېوادونو استازو، خصوصي سکټور او ملي او نړیوالو پانګه والو په کې ګډون کړی.



