د طالبانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کابل کې جوړی شوي نړیوال کنفرانس ته ویلي، افغانستان له هیڅ هېواد سره تربګني نه غواړي. اداري مرستیال په هېوادونو غږ کړی، چې له افغانستانه دې محدویتونه لرې کړي او د جګړې پر ځای دې پراختیايي پروژې پلې کړي. حنفي ویلي، هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي نو پانګوال باید د افغانستان ځان بسیاینې کې فعاله ونډه واخلي. نوموړي افغانستان کې د برېښنا پراخو سرچینو ته په اشارې ویلي، پانګه وال دې د برېښنا سکټور پیاوړی او افغانستان دې د نورو له احتیاجه خلاص کړي. د یادونې ده، چې د برېښنا ثبات او پرمختګ دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې د ۲۲ هېوادونو استازي، د نړيوالو بنسټونو غړي، ملي او نړیوال پانګه وال، دولتي ادارو استازي او د خصوصي سکټور فعالان ګډون لري.



