په کونړ کې له وروستیو زلزلو وروسته ایران افغانستان ته د بشردوستانه مرستو یوه جوپه استولې ده. ایراني رسنیو نن شنبه د ایران د هوايي ځواک د قوماندان حمید واحدي له قوله راپور ورکړی چې افغانستان ته یې پر خوراکي توکو، درملو او نورو بېړنیو اړتیاوو بار یوه الوتکه لېږلې ده. واحدي زیاته کړې چې له ګاونډیو او اړمنو سره مرسته د ایران د پوځ انساني دنده ده او د دغه هېواد هوايي ځواک چمتو دی چې که هره سیمه کې ورته اړتیا وي، په لنډ وخت کې اقدام وکړي. نوموړي ټينګار کړی چې دا ماموریتونه د همدردۍ روحیې ترڅنګ د ایران او افغانستان ترمنځ د پراخو اړیکو ښکارندويي هم کوي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي بېړنیو خوړو، درملو او سرپناه ته اړتیا لري او نورې زلزلې کولی شي انساني بحران شدید کړي.



