شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسټرالیا کې نهنګ پر مېرمنې برید کړی

د اسټرالیا په سډني ښار کې د سمندر پر غاړه یوه مشکوک لوی نهنګ یوه مېرمن وژلې ده. د راپورونو له مخې، دې مېرمنې د سډني ساحل کې د سرفبورډ (surfboard) لوبه کوله چې د یوه لوی نهنګ له لوري پرې برید شوی دی. د پولیسو او ژغورونکو په وینا، پېښه نن شنبه، اګسټ شپږمه رامنځته شوې او د یاد ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولې دي. دا پېښه د سډني په ساحلي تاریخ کې د نهنګانو دویم مرګونی برید بلل کېږي. مخکې له دې ۲۰۲۲ کې د بریتانیا یو ۳۵کلن ښوونکی هم د یوه نهنګ له‌خوا وژل شوی و چې دا پېښه ۱۹۶۳کال راهیسې په سډني کې لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي. پولیسو او ژغورونکو د ساحلونو د امنیت لپاره بیړني تدابیر نیولي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې تر بلې خبرتیا ساحلي سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي. د چارواکو په وینا، د پېښې کره جزییات لا تراوسه ناڅرګند دي.

- Advertisment -spot_img