د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې د هېواد د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته د مرستو راټولولو په موخه نن په خوست ولایت کې د کرېکټ سیالي ترسره شوه. د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، افغان لوبغاړي به د دوو لوبډلو په جوړښت کې د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته د مرستو راټولولو لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شول. سرچینې زیاته کړې، یاده لوبه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې ترسره شوې. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په لوبغالي کې د دې لوبې د ننداره کولو ټکټ ۵۰ افغانۍ و چې ټولې راټولې شوې پیسې به یې د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلو ته ورکړل شي. د افغانستان کرئکټ بورډ ویلي: «راشئ دغه ستره لوبه له نږدې ننداره کړئ او د ټکټ او نورې مرسته شوې پیسې د کونړ زلزلهځپلو ته هدیه کړئ. کونړ یوازې نه دی، بلکې د خوست په ګډون یې ټول هېواد ترڅنګ ولاړ دی.» د یادونې ده، په دغه لوبه کې د کرئکټ ملي لوبډلې د اوسنیو لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر پخواني او د کورني کرېکټ لوبغاړي هم ولوبېدل.



