پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن له اماراتو سره لوبه لري

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډله د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن د کوربه متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. سرچینې لیکلي چې د افغانستان او اماراتو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغانستان پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجې په کرېکټ لوبغاړي کې ترسره کېږي. دغه‌راز، افغان کرېکټ ملي لوبډلې له دې مخکې په درې اړخیزو سیالیو کې درې لوبې ترسره کړې چې لومړی لوبه یې پاکستان ته وبایلله، په دویمه لوبه کې یې د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه او درېیمه لوبه یې بیا له پاکستان سره ترسره کړه چې افغان لوبډلې یاده لوبه وګټله. د یادونې ده، په درې اړخیزه سیالیو کې افغان لوبډلې د دوو لوبو په ګټلو سره او پاکستانی لوبډلې د درې لوبو په ګټلو سره پای‌لوبې ته لار پيدا کړې چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

- Advertisment -spot_img