جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کونړ کې د زلزلې د شهیدانو شمېر نور هم لوړ شوی

د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ تر ناوخته پورې ویجاړیو کې د جسدونو موندلو او ایستلو د پلټنې عملیاتو دوام درلود. فطرت ویلي، له ویجاړیو د شهیدانو په را ایستلو سره د قربانیانو شمېر نور هم زیات شوی، خو لا یې هم کره شمېرې نه دي ورکړل شوې. نوموړي زیاته کړې، تر تائید وروسته به کره شمېر له رسنیو سره شریک شي. فطرت همدا راز ویلي، د یو شمېر غیر مسئوله کسانو له لوري د تلفاتو ډېر لوړ ارقام شریک شوي، چې حقیقت نه لري. د یادونې ده، کونړ کې وروستۍ زلزلې د ځاني زیانونو ترڅنګ ۶زره ۷۸۲ کورونه هم ویجاړ کړي.

- Advertisment -spot_img