د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ويلي چې د مسکو له لوري د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه یوازې سیاسي انګېزه نه لري، بلکې ګڼې نورې موخې لري. کابلوف د پاکستان له ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: « د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې څخه زموږ اصلي هدف دا دی چې د روسیې لپاره د پانګونې خوندي شرایط برابر کړو او له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو.» هغه په ځانګړې توګه د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې اهمیت یاد کړ او داعش خراسان یې د سیمې تر ټولو خطرناک ګواښ وباله. نوموړي زیاته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) هم د پاکستان او چین لپاره جدي ګواښونه دي او باید له منځه یوړل شي. کابلوف د پاکستان او چین د پرله پسې شکایتونو په اړه چې د طالبانو له حکومته یې د دغو ډلو په تړاو کړي، ویلي: «مسکو باور لري چې د افغانستان حکومت باید دا ستونزې په دوستانه او دوه اړخیز ډول له خپلو ګاونډیانو سره حل کړي.» ده همداراز ټینګار وکړ چې د سیمې اقتصادي پروژې، په ځانګړي ډول د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) کولی شي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د پرمختګ سبب شي، او روسیه هم د دغو پروژو ملاتړ کړی دی. کابلوف زیاته کړې: «افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا تر منځ د یو پُل په توګه عمل وکړي او له دې اقتصادي تعاملاتو ګټه پورته کړي.» نوموړي د افغانستان پر طبیعي او بشري ستونزو هم خبرې وکړې او د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په اړه یې خواخوږي څرګنده کړه. کابلوف په دې مرکه کې روښانه کړه چې د روسیې پانګونه کولای شي د افغانستان د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي، کډوال بېرته ستانه کړي او د سیمې د هیوادونو لکه پاکستان او ایران لپاره هم ګټوره تمامه شي.



