جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په بيت‌المقدس او حيفا ښارونو کې د اسرائيلي پوځ اهداف په نښه شوي

د يمن حوثي ځواکونو خبر ورکړی، چې په بيت‌المقدس او حيفا ښارونو کې یې د اسرائيلي پوځ پر مهمو اهدافو دوه بريالي بريدونه کړي دي. د دغو ځواکونو وياند يحيی السريع ويلي، چې د دوی ځواکونو په لومړي بريد کې د «فلسطين ۲» يو هايپرسونيک بالستيک توغندی د بیت‌المقدس په لوېديځ کې په يوه حساس هدف ګوزار کړی دی. دغه راز دويم بريد کې يوې بې‌پيلوټه الوتکې د حيفا ښار يو مهم هدف په نښه کړی دی. نوموړي په دې بريد کې اسرائيلو ته د اوښتو زيانونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو ټينګار يې کړی چې دغه بریدونه د فلسطین پر خلکو د اسرائيل د روانو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

- Advertisment -spot_img