د پرتګال په پلازمېنه کې خونړۍ پېښه هغه وخت رامنځته شوې، چې د ګلوریا کیبل موټر له پټلۍ څخه ووت، ۱۵ تنه یې مړه او ۱۷ نور یې ټپیان کړل. د پرتګالي چارواکو اعلان وکړ چې په لیسبون کې د ګلوریا کیبل موټر له پټلۍ څخه ووت، او یوه انساني غمیزه یې رامنځته کړه. د پېښې په پایله کې، لږترلږه ۱۵ تنه مړه شول او ۱۷ نور د بېلابېلو ټپونو له امله روغتون ته وړل شوي دي. د ځینو مړو هویت بهرني اتباع ښودل شوی، خو د حکومت لخوا یې دقیق جزییات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. د ګلوریا اورګاډی په لیسبون کې یو له خورا مشهورو سیاحتي ترانسپورتي لارو څخه دی، او هره ورځ سلګونه سیلانیان ترې کار اخلي. د ګلوریا کیبل موټر، چې د لیسبون له تاریخي او سمبولیک جاذبو څخه ګڼل کېږي، له کلونو راهیسې د پلازمېنې په غرنیو لارو او غونډیو کې کورني او بهرني سېلانیان لیږدوي. د ترانسپورت دا وسیله د ښار د کلتوري هویت برخه ګڼل کیږي او په دوامداره توګه د پرتګال په پوسټ کارډونو او سیاحتي عکسونو کې لیدل کیږي. د پرتګال حکومت نن پنجشنبې ورځ د ملي ماتم ورځ اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې د پېښې د لامل د څېړنې لپاره به یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.



