جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې ۱۳۰ تنه مسموم شوي

خوست کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په «ځاځي میدان» ولسوالۍ کې د خیرات مراسمو پرمهال ۱۳۰ تنه مسموم شوي دي. د ښاغلي مستغفر په وینا چې دا پېښه پرون مازدیګر د شمسي سیمې اړوند په یو کور کې د خیرات مراسمو پرمهال شوې ده. سرچینې ویلي؛ چې له پېښې وروسته د یادې ولسوالۍ ترڅنګ د باک او صبریو ولسوالیو اړوند طبي ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د ناروغانو درملنه یې کړې ده. مستغفر ګربز د ټولو ناروغانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی او د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي. د خوست ځایي مسئولینو ویلي چې موده مخکې هم د همدې ولسوالۍ په الګاډې کلي کې ورته پېښه شوې وه چې تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې د خوارک غوښه د شپې له خوا په اوبو کې کېښودل شوي او خرابه شوې وه. د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د مسمومیت پېښې شوې چې په ځینو مواردو کې آن د ښوونځیو زده‌کوونکي هم مسموم شوي دي.

- Advertisment -spot_img