د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته خبرداری ورکړی چې لاهم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو فرصت لري او په وینا یې، هغه لاره چې دی ورته لومړیتوب ورکوي. نوموړي ټینګار کړی چې که بله لاره پاتې نهشي، نو مسکو چمتو دی جګړه د زور له لارې ختمه کړي. د «رویټرز» د راپور له مخې، پوتین چې په بیجینګ کې د خپل سفر پای ته رسېدو پرمهال خبرې کولې، وویل: «موږ د تونل په پای کې رڼا وینو» په ځانګړي ډول د هغه څه له امله چې نوموړي د امریکا د «رښتینو هڅو» ستاینه وکړه چې غواړي د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا ترټولو لویې ځمکنۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي. پوتین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په اړه وویل: «موږ یوازې د هغوی خبرې نه، بلکې د حل لارې موندلو ریښتینی تمایل هم وینو… زه فکر کوم د تونل په پای کې رڼا ده. وګورو وضعیت څنګه پرمخ ځي. که نه، موږ اړ یو چې ټولې چارې د وسلو په زور حل کړو.» هغه زیاته کړه چې د اوکراین له ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو شرط یې دا دی چې زېلېنسکي مسکو ته لاړ شي؛ سره له دې ټینګار یې وکړ چې د داسې لیدنې لپاره له وړاندې جدي تیاری پکار دی او باید عملي پایلې ولري. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت بیا د مسکو وړاندیز شوی ځای «د نه منلو وړ» بللی دی. سره له دې چې د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات شته، زېلېنسکي هڅه کوي د احتمالي توافق پر شرایطو له پوتین سره وګوري. هغه همدارنګه له واشنګټن غوښتي که پوتین له موافقې ډډه وکړي، نو پر مسکو دې نور بندیزونه ولګوي. ټرمپ چې ځان د سولې منځګړی ښيي، پر دې لیدنه ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې پر روسیه به لا سخت بندیزونه وضع کړي.



