جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ورزشي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

د طالبانو تر ولکې لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټې رییس په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاریو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ غوښتنه کړې چې په ګډو سیالیو کې دې افغان او ترکمن لوبغاړو ته د ګډون زمینه برابر شي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د مشرتابه پلاوي د یادې کمېټې په دفتر کې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره ولیدل. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د مرستو او همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی. عوضوف دغه راز ویلي چې «ورزش پوله نه پېژني» او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ورزشي اړیکې نورې هم پراخې شي. سرچینې لیکلي چې مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان د سفیر له خواخوږۍ د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي: «افغانستان او ترکمنستان نږدې ګاونډیان او مخکني ملګري دي؛ زموږ اړیکې باید په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د ورزش برخه کې، پیاوړې او دوستانه وي. ورزش پوله نه پېژني او کېدای شي د ملتونو ترمنځ د اړیکو پُل شي.» وثیق د هېواد د ورزش ادارې لاسته‌راوړنو او فعالیتونو ته په اشاره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ورزشي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړی چې په افغانستان کې د ترکمن او په ترکمنستان کې د افغان ورزشکارانو لوبېدو ته زمینه برابره شي څو د ګډو سیالیو د ترسره کولو له لارې د ورزشکارانو مهارتونه او ظرفیتونه لوړ شي.

- Advertisment -spot_img