جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان افغان محصلينو ته ۴۵۰۰ بورسونه ورکوي

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمیسیون د افغانانو لپاره د «علامه محمد اقبال» د درېیم پړاو تحصیلي بورسونو د پیل خبر ورکړی دی. دغه کمېسیون نن چهارشنبه، وږي ۱۲مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې پروګرام له لارې به ۴۵۰۰ افغانان د طب، انجینرۍ، کرنې، مدیریت او کمپیوټرساینس په ګډون بېلابېلو څانګو کې د پاکستان پوهنتونونو ته جذب شي. د یادې سرچینې پر وینا، په دې بورسونو کې محصلينو ته د ژوند بشپړ لګښت، د کتابونو بیې او د لیلیې مصرف ورکول کېږي او په درېوو بېلابېلو کچو لیسانس، ماسټري او دوکتورا کې محصلین منل کېږي. د دې پروګرام هدف د افغانستان د بیارغونې لپاره د بشري سرچینو روزنه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم پراخول بلل شوي دي. یاد کمیسیون ټینګار کړی چې دغه طرحه نه یوازې افغان ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابروي، بلکې د پاکستان د علمي او اکاډمیک مقام د لوړولو لپاره هم یو مهم فرصت دی.

- Advertisment -spot_img