په پاکستان کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د درېيو جلا بریدونو پرمهال لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي دي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تر ټولو ډېره مرګژوبله د بلوچستان په مرکز، کویټه کې د شوي برید له امله رامنځته شوې ده. په دې برید کې یوه ځانمرګي بریدګر د بلوچستان ملي ګوند د غونډې پرمهال خپل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې ۱۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د ټپیانو له ډلې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی. د ګوند مشر اخترمنګل د وینا له پای ته رسېدو، څو شېبې وروسته له سیمې وتلی او له برید څخه ژغورل شوی دی. بلخوا له ایران سره پولې ته نږدې په یوه بل بمي برید کې بیا چې پر نظامي موټرو شوی، پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. تر دې دمه هېڅ ډلې د دواړو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې. په ورته مهال د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوې اډې ځانمرګی برید شوی دی. له برید وروسته پنځه نورو وسلهوالو جګړه پیل کړې چې د چارواکو پر وینا، دې جګړې ۱۲ ساعته دوام کړی دی. د جګړې پر مهال شپږ پاکستاني سرتېري او شپږ بریدګر وژل شوي دي. د برید مسئولیت د «اتحاد مجاهدین پاکستان» ډلې پر غاړه اخیستی دی. د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه، په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د وسله والو تاوتریخوالو په پایله کې له ۴۳۰ ډېر کسان چې زیاتره یې د امنیتي ځواکونو غړي دي، وژل شوي دي.



