د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پرمهال د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان د استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلېدونکو سړکونو پرانيسته وکړه. په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې نوموړي ویلي، افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی، چې په مسلکي استخراج سره به یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخلو. ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د ملي پراختیا شرکت د دغه کان د استخراجي چارو د تسهیل او تسریع په موخه له ۲۰۰ کیلومتره زیات سړکونه په معیاري توګه جغل اندازي کړي، چې د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه یو له بل سره نښلوي. د یادونې وړ ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د بلخاب ډبرو سکرو د مسلکي استخراج لپاره شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کیندل شوي، چې اوسمهال پکې له ۲۰۰۰ زیات هېوادوال په مستقیم ډول په کار مصروف او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي.



