جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه شل اووریزه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه چې د شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه. په دغه لوبه کې افغان لوبډلې په ټاکل شوو شل اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹منډې وکړې. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ ۶۵ او صدیق الله اتل ۶۴ منډې وکړې. د پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شل اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې۱۵۱ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله. په دغه لوبه کې فضل الحق فاروقي، محمد نبي، راشد خان او نور احمد د پاکستان دوه دوه لوبغاړي وسوځول. د یادونې ده، افغان کرېکټ ملي لوبډله به په درې اړخیزه سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د سپټمبر په پنځمه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img