د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله اته تنو ته مرګژوبله اوښتې ده. د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې تېره ورځ د سختو بارانونو له امله څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، چې په خیبر قبایلي ولسوالۍ ۱۲ کورونه زيانمن شوي او د برښنا څو ستنو د غورځېدو له امله دوه کسان او په «بونیر« او «ټانک» ولسوالیو کې بیا د چت پرېوتو له امله یو، یو کس مړ شوی دی. د «لنډي کوتل» او «جمرود» په څو سیمو کې هم سېلابونو سړکونه ویجاړ کړي دي. باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې سیمو مسئولینو ویلي وو، چې سېلابونو په پنجاب کې د لویو سیندونو په اوږدو کې سلګونه کلي اغېزمن کړي او د زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره ۲۶۳ مرستندویه کمپونه او ۱۶۱ طبي کمپونه جوړ شوي دي. پراخه سېلاب د هند د بندونو څخه د اوبو خوشې کېدو او درنو بارانونو له امله رامنځته شوی. د چارواکو اصلي اندېښنه د مرکزي پنجاب څخه سویلي برخو ته د سېلاب څپو راتګ دی، کوم چې کولی شي زیربنا او د خلکو ژوند ته نور زیان ورسوي. د سېلابونو د انساني او اقتصادي اغیزو کمولو لپاره بیړنۍ مرستې او مرستې روانې دي.



