بلوچستان کې ځايي سرچینو ویلي چې په کوېټه ښار د ځانمرګي برید له امله ۱۷ تنه وژل شو او ۳۶ نور ټپيان دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې چې دا چاودنه د بلوچ یو ځايي مشر د تلین نمانځنې په مراسمو کې شوې او ۵۳ تنو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده. سرچینو دا چاودنه ځانمرګی برید بللی او په وینا چې په دې مراسمو کې د بلوچو د سیاسي ګوند مشر، اختر منګل او د خیبر پښتونخوا یو بل سیاسي مشر، محمود خان اچکزی هم وو، خو دوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی. تر اوسه د دې برید مسئولیت کوم لوري په غاړه نه دی منلی. له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې وسلهوال بریدونه، بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه په بېسارې توګه زیات شوي او په خیبر پښتونخوا کې یې د ناامنۍ په تړاو اندېښنې پیدا کړې دي. بلوچستان هم یو له هغو سیمو دی چې وخت ناوخت په کې پر پاکستاني پوځیانو بمي چاودنې او وسلهوال بریدونه کېږي. څو ورځې مخکې هم په بلوچستان کې د چاودنې له امله ۲۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې وه.



