جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کندهار کې د کونړ قربانيانو لپاره د وینې او مالي مرستو کمپاین پیل شو

کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره د وینې ورکولو او نقدي مرستو را ټولولو کمپاین پیل شو. زلزله چې وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د ريښتر په کچه ٦ درجې ښودلې ده. د طالبانو ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شويو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، هغه ویلي چې د ټپیانو لېږدولو او زیانمن شويو ته د مرستې رسولو اقدامات ترسره شوي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده. په دغه کمپاین کې تر درې سوه ډېر ځوانان د وینې ورکولو برخه‌وال شول چې ۱۶۰ زره سي سي وینه راټوله شوه او ګڼو کسانو مالي مرسته هم وکړه. د کندهار اوسېدونکي چې وینه او نغدي مرسته یې ورکړي، وایي چې په دې سخت حالت کې باید ټول هېوادوال د کونړ د زلزله ځپلو تر څنګ ودرېږي او هر ډول مرسته چې یې په وسه وي، ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img