جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کرېکټ بورډ د زلزله ځپلو لپاره ځانګړی مرستندویه صندوق اېښی

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کونړ د وروستۍ زلزله ځپلو وروڼو او خویندو سره ژوره خواخوږي لري او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د «اې» لیسټ سیالیو پر مهال یې ځانګړی مرستندویه صندوق اېښی دی. کرېکټ بورډ نن په انسټاګرام کې په خپور شوي پوست کې لیکلي دي: «افغانستان کرېکټ بورډ د کونړ د زلزله ځپلو وروڼو او خويندو له درد او غم سره ژوره خواخوږي لري. د هېواد ملي او کورني لوبغاړي، چې تل د ملت لپاره ویاړونه راوړي او په هره سخته کې د خپل ولس سره ولاړ دي، یو ځل بیا د خپل ولس تر څنګ د غم په ورځ هم ودرېدل.» کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې په همدې موخه ځانګړی مرستندویه صندوق اېښودل شوی، تر څو لوبغاړي، مینه وال او ګډونوال وکولای شي، تر خپلې وسې مرسته د زلزله ځپلو خویندو وروڼو سره وکړي. د بورډ په خبره، ټولې راټولې شوې مرستې به د مسئولینو په همغږۍ مستحقو زلزله ځپلو ته وسپارل شي. په دغه پیغام کې کرېکټ بورډ ټینګار کړی:« کرېکټ یواځې یوه لوبه نه ده، بلکې د یووالي، احساس او انسانیت نښه ده. راځئ چې یو وار بیا وښیو چې زموږ د خويندو او وروڼو په غم کې ورسره یو.»

- Advertisment -spot_img