جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د جرمني صدراعظم ته د افغانانو پرانيستی ليک

له کلونو راهیسې هغه افغانان چې د جرمني سازمانونو لپاره یې د ځايي کارکوونکو په توگه کارونه کړي، جرمني ته د تلو په هیله دي. اوس څه د پاسه ۲۰۰ تنو یې د یوه لیک په ترڅ کې، خپل ستونزمن وضعیت ته د دغه هیواد پام اړولی. د دغه لیک په حواله نوموړې ډله د نورو ترڅنگ پاکستان ته د بېرته ستنېدو او بالاخره جرمني ته د انتقال غوښتنه کوي. ۲۱۰ تنو هغو افغانانو چې د جرمني له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ ، ته د یوه لیک په ترڅ کې په کابل کې د هغوی ستونزمن حالت ته د جرمني د حکومت پام را اړولی دی. د “شپیگل” په نوم آلمانۍ ورځپاڼې له هغه نقل قول څخه چې د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول، او د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، ته هم راجع شوی لیکلي دي:«زموږ ژوند هره لحظه له خطر سره مخامخ دی.» د نوموړي لیک، لاسلیک کوونکي او د هغوی کورنۍ د ۲۰۲۵م کال د اگست مياشتې پر ۱۵مه له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شول، چیرې چې طالبان له څلورو کلونو راهیسې پر قدرت دي. د لیک په دوام راغلي، چې هغوی د جرمني د نړیوال گډکار له بڼسټ (GIZ) سره په همږغۍ د پاکستان پایتخت اسلام آباد ته راوستل شول: «موږ تمه درلوده چې د ویزې د ورکولو او جرمني ته د انتقال پروسه به په شپږو میاشتو کې بشپړه شي.» د جرمني له خوا د منل سوو رسمي عریضه کوونکو په توگه هغوی «حکومت خپل د امنیت او بقا مسئول بولي.» د “شپیگل” د معلوماتو له مخې د لیک لاسلیک کوونکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، پخواني ځايي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي. د امنیتي دلایلو له امله د هغوی هوئیت باید پټ پاتې وي. د نوموړو معلوماتو په حواله هغوی په اوس وخت کې په کابل کې په اصطلاح یوه « ډاډمن کور» کې اوسیږي چې GIZ او نورو شریکانو یې ورته مساعد کړی دی. د دغه لیک په حواله نوموړې ډله د نورو ترڅنگ پاکستان ته د بېرته ستنېدو او بالاخره جرمني ته د انتقال غوښتنه کوي. همدارنگه دا هم راغلي، چې سمدستي باید له پاکستاني چارواکو سره معامله وشي تر څو د نورو هغو کسانو د بندیگرت او افغانستان ته د اخراج مخه ونیوله شي چې د منلو ژمنې یې ترلاسه کړي دي. په دا وروستیو کې هغوی «د ټولو بشري او اخلاقي معیارونو په پام کې نیولو پرته» وشړل شول.

- Advertisment -spot_img