د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن شپه د درېاړخیزو سیالیو په خپله درېیمه لوبه کې له پاکستان سره مخ شي. دا لوبه به په شارجه لوبغالي کې ترسره شي او د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده. د افغانستان د کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه به د کابل په وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو پیل شي. دا دوهم ځل دی چې دواړه لوبډلې د ورته سیالۍ په جریان کې یو بل سره مخ شوي دي. مخکې له دې، دواړو لوبډلو هڅه وکړه چې د لویو سیالیو لپاره د چمتووالي په توګه د خپلو لوبغاړو وړتیاوې وازمایي. درې اړخیزې سیالۍ به د سپتمبر تر ۶ پورې به د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون سره دوام وکړي. تنظیم کوونکو د دې سیالۍ هدف د اسیا شل اوریز جام لپاره د لوبغاړو چمتو کول ګڼلي دي؛ یوه داسې سیالۍ چې د دریو لوبډلو لپاره ځانګړې اهمیت لري. د کرېکټ کارپوهان وايي، چې د نن شپې لوبه د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یو فرصت کیدی شي چې د پاکستان په څیر د یو پیاوړي مخالف په وړاندې ډېر تجربه ترلاسه کړي او د راتلونکو سیالیو لپاره خپل ځواک او ضعفونه وپیژني. افغان مینهوال هم هیله لري چې د دوی ملي لوبډله به د ښه فعالیت او مطلوب پایلې سره میدان پریږدي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې کرېکټ د پام وړ وده کړې ده، او د هېواد ملي لوبډله توانېدلې ده چې په اسیا او نړۍ کې د پام وړ مقام ترلاسه کړي. د پاکستان سره مخ کېدل تل د افغان لوبغاړو او لیدونکو لپاره اضافي هڅونه راوړي.



