ننګرهار کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۵۰ تنه ژوبل شوي دي. ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسئولينو ویلي، چې په مړو کې نهه تنه د دره نور ولسوالۍ او یو بل د ښار اړوند سیمه کې خپل ژوند بایللی دی. د مسئولینو پر وینا دغه ارقام وروستي نه دي او ښایي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي. ځایي مسئولينو وایي، د ننګرهار په حوزوي او ټولو روغتونونو کې ځانګړی چمتووالی نیول شوی او ټول امکانات په لاره اچول شوي دي. روغتیاپالان وایي په ټپیانو کې ځینې تر درملنې وروسته کورونه ته رخصت شول او ځينې لاهم تر درملنې لاندې دي. کونړ ولایت: اخوا بیا له کونړه تازه معلومات دا دي، چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې ارقام تر ۳۰۰۰ زرو ورسېده او لا هم وروستي نه دي. سمیهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې له امله د مړو شمېر ۷۰۰ تنو ته ورسېد او ویل کېږي چې له ۲۰۰۰ ډېر ټپیان دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، لاهم د یو شمېر لرو سیمو د مرګژوبلې شمېرې شریکې شوې نه دي او ښايي تلفات تر دې نور هم پورته شي. تېره شپه د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجيکستان هېوادونو ځینې سیمې ولړزولې. د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ او د ځمکې لاندې ۲۳ کیلو مټري ښودل شوې. په کونړ کې زلزله ځپلو سیمو ته تللې لارې هم تړلي او طالبان د چورلکو له لارې دمرستو هڅې پيل کړي. لاهم په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي.



