جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کونړ د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د ملګرو ملتونو خواخوږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ په کونړ کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. بنېټپر خپله اېکس پاڼه د کونړ زلزلې قربانیانو ته د رسېدنې لپاره مرستندویو ټیمونو ته د بریالیتوب هیله کړې ده. د طالبانو پر وینا، د کونړ زلزلې تر اوسه پورې له ۵۰۰ ډېرو تنو ژوند اخیستی او ۲۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي. طالب چارواکو ویلي چې د کونړ د نورګل ولسوالۍ څو کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د پیښې له امله د مړو شویوکسانو وروستی شمېر لا څرګند نه دی. طالبان ادعا کوي چې له کنډوالو د خلکو د را اېستلو په حال کې دي. له زلزلې وروسته په کونړ کې مخابراتي خدمتونه بند شوي دي.

- Advertisment -spot_img