د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه تخار کې د سپینزر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانيسته وکړه. هغه د دې سوداګریز ښارګوټي جوړېدل مهم وبلل او ویې ویل، دا به د هېوادوالو پر اقتصادي او ټولنیزه هوساینه مثبت اغېز ولري. نوموړي ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او ټولو برخو کې به ورسره همکاري کوي. اقتصادي مرستیال وویل، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهم جز جوړوي او طالبان یې ملاتړ کوي. د هغه په وینا، پانګونه تولیدي ظرفیتونه او صادرات زیاتوي، صنعت ته پراختیا ورکوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي. اقتصادي معاونیت لیکلي چې د تخار سپينزر سوداګریز ښارګوټي کې د غلهجاتو، میوو، پیاز او کچالیو، ساختماني توکو او درملو سوداګریز مارکېټونه په پام کې نیول شوي چې پرې د عامه خصوصي مشارکت له لوري ۲ میلیارده ۴۵۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي. دغه ښارګوټی په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې د پنځو مارکېټونو له جملې یې نن د غله جاتو مارکيټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د پاتې څلورو مارکېټونو د جوړېدو چارې یې پيل شوې. د تخار ولایت سپين زر سوداګریز ښارګوټی به په مجموعي ډول تر ۲۰۰۰ زیات دوکانونه ولري چې زرګونو هېوادوالو ته به کاري زمینه هم برابره کړي. همدا راز ملا عبدالغني برادر تخار کې د خصوصي سکټور له لوري د موټرونو د خرڅلاو، موټرونو مینځلو، د نجارۍ دوکانونو او د ساختماني شرکتونو د دفترونو پروژې د جوړېدو چارو پرانیسته هم وکړه. پر دې پروژه ۱۸۰ میلیون افغانۍ پانګونه کېږي. د طالبانو د رياستالوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه د ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه او ټينګار يې کړی، چې له شته امکاناتو په کار اخیستو د پېښې سیمو ته رسېدنه وشي.



