د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، چې د هیواد د پارلمان د پخواني رئیس اندري پاروبي د وژنې په تور یو مشکوک کس نیول شوی دی. اندري پاروبي د تېرې شنبې په ورځ د لویف ښار په یوه سړک کې په ډزو ووژل شو. زیلينسکي تیره شپه پرته له نورو جزئیاتو خپله ایکسپانه کې ولیکل چې د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو او د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې مشر واسیل مالیوک د اندري پاروبي د وژنې په تور د یو شکمن کس د نیولو راپور ورکړی دی. زیلینسکي ددغه نړیوال شهرت لرونکي سیاستوال قتل “وحشتناکه وژنه” بللی وه او ویلي وو چې “ټول اړین ځواکونه او وسیلې” به د مجرم د نیولو لپاره وکارول شي. ۵۴ کلن اندری پاروبي یو مشهور سیاستوال و او د اوکراین د ۲۰۱۳-۱۴ کالونو ترمنځ موده کې یې د مسکو پلوي حکومت خلاف پاڅون کې چې د میدان انقلاب په نوم پېژندل کېږي مهم رول درلوده.



