له نن څخه ۳۷ کاله وړاندې، عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ میلادي کال کې، د افغانستان په استازیتوب د نهو ورځو لپاره فضا ته سفر وکړ او له هغې ځایه یې له خپلې مور سره په پښتو ژبه تليفوني خبرې وکړې. نن د اګسټ ۳۱مه په فضا کې د پښتو ژبې د خبرو ۳۷مه کلیزه ده. مومند له ځان سره قران شریف او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ وړی و. یوناما تر دې وړاندې چې عبدالاحد مومند چې کله تشیال ته پورته شو، له هغې ځایه یې له خپلې مور سره په پښتو ژبه تلفوني خبرې وکړې او په دې ترتیب پښتو څلورمه نړیواله رسمي ژبه شوه چې په فضا کې ویل شوې ده. عبدالاحد مومند له نن څخه ۳۷ کاله وړاندې په ۱۹۸۸ میلادي کې د نهو ورځو لپاره فضا ته سفر وکړ. او باید وویل شي چې مومند له فضا څخه هېواد ته په ستنېدو سره د وخت ولسمشر ډاکټر نجیبالله لخوا د «ملي اتل» لقب هم خپل کړ. د ویلو ده چې پښتو د افغانستان له دوو رسمي ژبو څخه ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خلکو لخوا ویل کېږي.



