جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګري ملتونه: نړۍ د افغان کډوالو له کړاوونو سترګې نه شي پټولای

افغانستان په داسې حال کې د کډوالو د بېرته ستنېدو له لوی بحران سره مخ دی چې یوازې په روان کال کې تر ۲.۳ میلیونو ډېر افغانان د ایران او پاکستان له خاورې ستانه شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) خبرداری ورکوي چې دا څپې د هېواد د محدودو ظرفیتونو پر وړاندې ستره ننګونه ده او د عاجلو نړیوالو مرستو پرته به میلیونونه افغانان له سختو اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان شي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ نن په خپله ایکس پاڼه کې د هغو حکومتونو او بنسټونو مننه کړې چې د افغان کډوالو په ملاتړکې یې ونډه اخیستې. د مرسته کوونکو په ډله کې د اتریش، بلجیم، کاناډا، چین، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، جرمني، آیرلنډ، جاپان، کوریا ، لوګزامبورګ، هالنډ، ناروې، قطر، سعودي عربستان، سویډن، سویس فدراسیون، متحده ایالات او د اروپايي ټولنې هېوادونه شامل دي. دغه راز نړیوال صندوقونه لکه د افغانستان بشري صندوق (AHF)، د افغانستان د هوساینې صندوق (AHTF)، د ملګرو ملتونو د بیړني مرستو مرکزي صندوق (CERF) او د کډوالو لپاره ځانګړی امانتي صندوق (STFA) هم په دې برخه کې مرسته کړې. له څلوېښتو کلونو راهیسې پاکستان او ایران د افغان کډوالو د مېشتېدو لوی کوربه هېوادونه دي. د جګړو، سیاسي بدلونونو او اقتصادي بحرانونو له امله په میلیونونو افغانان دغو هېوادونو ته کډه شوي. په وروستیو کلونو کې، د دواړو هېوادونو له‌خوا د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه زیات شوي دي. د پاکستان د «بې اسنادو بهرنیانو د ایستلو پلان» او د ایران د سرشمېرنې د اسنادو د لغوه کولو وروسته هره ورځ زرګونه افغانان له خپلو کورنیو سره بېرته افغانستان ته استول کېږي. افغانستان، چې له وړاندې د ژور اقتصادي بحران، بې‌کارۍ، د بشري مرستو له کمښت او د ښځو پر حقونو د پراخو محدودیتونو سره مخ دی، د دې لویې څپې د منلو لپاره لازم ظرفیت نه لري. د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

- Advertisment -spot_img