جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو له لوري د سینګاروونکو افغان مېرمنو د نیول کېدو ګواښ

طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې دې ټول مخفي ښځینه سینګارځایونه پیدا او وتړل شي او د دغو ځایونو مسئولو مېرمنو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی چې خپل فعالیت ودروي؛ که نه نو وبه نیول شي. ګارډین راپور ورکړی چې له دې وړاندې ټول سینګارځایونه د ۲۰۲۳ کال په اګست کې په رسمي ډول تړل شوي وو او شاوخوا ۱۲ زره کاروبارونه هم ورسره له منځه تللي دي. د راپور له مخې، څه باندې ۵۰ زرو ښځينه سینګارونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ډېر سینګارځایونه په پټه خپل فعالیت ته دوام ورکوي. اوس طالبانو خپلو محلي ځواکونو ته امر کړی چې پټ ښځینه سینګارځایونه پیدا او له فعالیته یې راپور ورکړي. دا ګام پر مېرمنو محدودیتونه لا پراخوي. دا په داسې حال کې ده چې ښځینه سینګارځایونه، کلبونه او نور عامه ځایونه تړل شوي او هغوی پارکونو، له محرم پرته سفر کولو او په ټولنه کې له ازاد تګ‌راتګه راګرځول شوې دي.

- Advertisment -spot_img