روانه میاشت څلور کاله پوره کېږي، چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. په دې موده کې، افغان ښځې او نجونې له ښوونې، کار، او عامه ژوند څخه په پراخه کچه محرومې شوې دي. خو پر ټولنیزو رسنیو یو بل تصویر خپرېږي – داسې انځور چې د حقیقت له حاله لرې ښکاري.
په دې وروستیو کې، یو شمېر لوېدیځوال او سفر کوونکي، چې ځینې په کې ځوانې ښځې هم شاملې دي افغانستان ته سفر کوي او د دغه هېواد د طبیعي ښکلا، تاریخي سیمو او د خلکو د مېلمهپالنې ستاینه کوي. دوی پر خپلو یوټیوب، انسټاګرام او ټکټاک حسابونو ویډیوګانې خپروي، چې په هغو کې افغانستان د “نوي ګرځندویي مقصد” په توګه معرفي کېږي.
خو دغه ډول خپرونې له سختو نیوکو سره مخ شوي دي. ګڼ شمېر منتقدین، افغان فعالان او د بشري حقونو مدافعین وايي چې دا ډول منځپانګه د طالبانو ظالمانه رژیم ته نرم انځور ورکوي او پر هغه حقیقت سترګې پټوي، چې افغان ښځې یې هره ورځ تجربه کوي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې، چې د امنیتي ګواښ له امله یې نوم نهدی ښودل شوی، ويلي: “موږ له خپلو حقونو بېبرخې شوې یو. ښوونځي ته نشو تللی، کار نشو کولی، خو بهرني کسان دلته راځي او ښيي چې هر څه سم دي. دا زموږ د درد سپکاوی دی.”
طالبانو له ۲۰۲۱ راهیسې، ښځې له ثانوي زدهکړو، پوهنتونونو، ډېری دولتي او نادولتي ادارو، او ان له پارکونو، جمونو او رستورانتونو منع کړې دي. ملګرو ملتونو دغه وضعیت “د جنسیت پر بنسټ د آپارتاید یوه بېساري بڼه” بللې ده.
سره له دې، افغانستان ته يو شمېر راتلونکي لوېديځوال ادعا کوي چې هدف یې د افغانستان د مثبت اړخونو ښودل دي او دا چې دوی هڅه کوي د خلکو ذهنیت له جنګ او ناورین نه بل لور ته بوځي. خو منتقدین وايي چې دا ډول ناسم توازن یوازې د طالبانو د واکمنۍ مشروعیت ته وده ورکوي او د افغان ښځو له مبارزې سترګې پټوي.



